ډېر لوستل شوي

له نږدې درې کلن ځنډ وروسته؛ غزه کې سلګونه زره ماشومان بېرته ښوونځیو ته ستانه شول

په غزه کې سلګونه زره فلسطیني ماشومان له نږدې درې کلن ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره بېرته ښوونځیو ته ستانه شول، خو ډېری زده‌کوونکي لا هم په ویجاړو شویو ودانیو، لنډمهالو ټولګیو او خېمو کې زده‌کړې کوي.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، په غزه کې شاوخوا ۶۶۰ زره زده‌کوونکي د جګړې له امله له حضوري او منظمو زده‌کړو بې‌برخې پاتې شوي وو.

د خان یونس د پوهنې رییس ابراهیم رمضان ویلي، د ښوونځیو بېرته پرانیستل په داسې شرایطو کې یوه مهمه لاسته راوړنه ده چې د جګړې له امله د غزې تعلیمي نظام له پراخو زیانونو سره مخ شوی دی.

د هغه په وینا، په غزه کې شاوخوا ۲۲ زره زده‌کوونکو او له ۷۷۰ ډېر د پوهنې کارکوونکو ژوند بایللی چې ۵۳۲ یې ښوونکي دي.

په ورته مهال، زده‌کوونکي له سختو ستونزو سره ښوونځیو ته ستانه شوي دي. د خان یونس یوه زده‌کوونکي موید ابو مصطفی ویلي، نږدې درې کاله یې ښوونځي ته تګ نه و کړی، خو اوس ان په خېمه کې زده‌کړو ته چمتو دی؛ نوموړی وايي، مناسب بوټان، کتابچه او قلم هم نه لري.

اړوند خبرونه