ډېر لوستل شوي

ټرمپ: د سولې پلوی یم، خو ایران ته د «له منځه وړلو» ګواښ کوم

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې ځان د سولې پلوی بللی، خو په ورته مهال یې ایران ته د «له منځه وړلو» ګواښ هم کړی دی.

ټرمپ د شاوخوا ۳۵ دقیقو وینا پر مهال د امریکا له پوځي اقداماتو او بهرنیو مداخلو دفاع کړې او زیاته کړې یې ده چې د ده د حکومت ځواکمنو اقداماتو له امله نړۍ خوندي شوې ده.

هغه ټینګار کړی چې امریکا له خپل پوځي ځواک څخه د نړیوالې کچې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره کار اخلي او د خپلې بهرنۍ تګلارې په اړه یې ویلي چې ځواک د امریکا د ملي ګټو د ساتنې مهمه وسیله ده.

د ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا منځ‌مهاله ټاکنې رانږدې کېږي او نوموړی هڅه کوي د خپلې ادارې بهرنی سیاست او د نړیوالو شخړو پر وړاندې دریځ امریکايي رایه‌ورکوونکو ته روښانه کړي.

اړوند خبرونه