ډېر لوستل شوي

یوولس کاله وروسته؛ د چین ولسمشر واشنګټن ته سفر کړی

د چین ولسمشر «شي جین‌پینګ» له یوولس کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره واشنګټن ته تللی او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې په ګډ بیس انډریوز کې په ځانګړو او بې‌ساري تشریفاتي مراسمو هرکلی کړی دی.

چيني رسنيو راپور ورکړی چې ولسمشر به يې په واشنګټن کې له ټرمپ سره د دواړو هېوادونو د اړیکو، سوداګرۍ، ټکنالوژۍ، تایوان او یو شمېر نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

دا سفر د امریکا او چین ترمنځ د روانو اختلافونو ترڅنګ د اړیکو د مدیریت او د سوداګریزې هوکړې د دوام لپاره هم مهم بلل شوی دی.

اړوند خبرونه