ډېر لوستل شوي

فرانسه سعودي عربستان ته دفاعي سیستم او ځواکونه لېږي

د فرانسې حکومت اعلان کړی چې د سعودي عربستان د ینبع بندري ښار د ساتنې لپاره به دغه هېواد ته سرتېري، رادارونه او دفاعي سیستمونه ولېږي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ویلي، د دې اقدام هدف د سیمې په شخړو کې د فرانسې ښکېلتیا نه ده، بلکې پارېس غواړي د هغو زېربناوو ساتنه وکړي چې د انرژۍ د لېږد لپاره مهمې دي. د ینبع بندري ښار د سره سمندرګي پر غاړه موقعیت لري او د سعودي عربستان د تېلو د نړیوالو بازارونو پر لور د لېږد له مهمو مسیرونو څخه ګڼل کېږي.

اړوند خبرونه