ډېر لوستل شوي

نتانیاهو په ملګرو ملتونو کې؛ د ایران حکومت به نسکور شي

د اسراییلو صدراعظم ویلي، پر ایران بریدونه د خپل هېواد د امنیت لپاره اړین وو او ادعا کوي چې د ایران حکومت به په پای کې له منځه ولاړ شي.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې غونډې ته په وینا کې د ایران پر وړاندې د اسراییلو او امریکا د پوځي اقداماتو دفاع کړې. هغه وویل، که پر ایران برید نه وای شوی، اسراییل به له جدي امنیتي ګواښ سره مخ شوی وای.

 نوموړي همداراز ویلي چې د ایران اوسنی حکومت به نسکور شي او د دغه هېواد خلک به یوه ورځ ازادي ترلاسه کړي.

د نتانیاهو د وینا له پیل سره د یو شمېر هېوادونو لسګونو استازو د اعتراض په توګه د عمومي اسامبلې تالار پرېښود. نتانیاهو د تالار د پرېښودونکو په غبرګون کې خپلو منتقدینو ته توندې څرګندونې وکړې او د اسراییلو د سیاستونو په اړه یې د نړیوالو رسنیو او ځینو اروپايي هېوادونو دریځونه هم تر نیوکې لاندې ونیول.

د نتانیاهو وینا داسې مهال ترسره شوه چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې سږنۍ غونډه د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې، د غزې د وضعیت او په منځني ختیځ کې د پراخېدونکو امنیتي او بشري کړکېچونو بحثونه پکې تاوده و.

اړوند خبرونه