ډېر لوستل شوي

د ایران خبرداری: “په سیمه کې الوتنې یا د ټولو لپاره ازادې دي، یا د هېچا لپاره نه دي”

د ایران د رهبر سلاکار محمد مخبر، په یو شمېر هېوادونو کې د ایراني هوايي شرکتونو د الوتنو د ځنډولو په غبرګون کې، دغه هېوادونه د امریکا د حکومت د سیاستونو په ملاتړ تورن کړي دي.

مخبر په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي: “په سیمه کې الوتنې یا د ټولو لپاره ازادې دي، یا د هېچا لپاره نه دي.”

هغه ویلي، که ایران ته د الوتنو او هوايي خدمتونو د کارولو اجازه نه ورکول کېږي، نو د سیمې هېڅ بل هېواد به هم له دغو امکاناتو برخمن نه شي.

اړوند خبرونه