د نادرو ځمکنیو عناصرو په اکمالاتو کې د چین پراخ حضور، یټریوم د امریکا او چین د صنعتي سیالۍ پر یوې مهمې موضوع بدل کړی دی.
یټریوم، چې د نادرو ځمکنیو عناصرو له ډلې دی، په جټ انجنونو، فضايي صنعت، سیمیکمډکټرونو، لیزرونو او ځینو پرمختللو برېښنايي ټکنالوژیو کې کارول کېږي. د دې فلز د اکمالاتو په اړه زیاتېدونکو اندېښنو امریکا او ځینې متحدان د بدیلو سرچینو او موادو لټون ته هڅولي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا او جاپان چارواکو او د دواړو هېوادونو د صنعتي شرکتونو استازو په سپتمبر کې د حساسو منرالونو د اکمالاتي ځنځیر د احتمالي خنډونو په اړه خبرې کړې دي چې یټریوم د دغو بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه و.
په کاناډا کې څېړنیزې ادارې د یټریوم د بدیل په توګه د زیرکونیم ډایاکسایډ او نورو سیرامیکي موادو د کارونې امکان هم څېړي؛ خو د فضايي او نورو پرمختللو صنعتونو لپاره د نویو موادو تصویب، ازموینه او د بدیلو اکمالاتي ځنځیرونو جوړول کلونه وخت او پراخه پانګونه غواړي.
د یټریوم موضوع ښيي چې د نادرو او ستراتیژیکو منرالونو پر اکمالاتو کنټرول د امریکا او چین په پراخه صنعتي او سوداګریزه سیالۍ کې په یوه مهم فکټور بدل شوی او واشنګټن هڅه کوي په حساسو صنعتي موادو کې پر چین خپله تکیه راکمه کړي.

