ډېر لوستل شوي

وال‌سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران د اوربند وړاندیز رد کړی

وال‌سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اوربند وړاندیز رد کړی او تمه کېږي چې د امریکا له منځ‌مهالو ټاکنو وروسته پر ایران هوايي بریدونه بیا پیل شي.

د راپور له مخې، دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې ایراني چارواکو امریکا ته د یوه اووه ورځني پلان د وړاندې کولو خبر ورکړی؛ د دغه پلان له مخې، ایران چمتو دی چې د هرمز تنګی بېرته پرانیزي او د کړکېچ د کمولو لپاره ګامونه واخلي.

په ورته مهال، یوه امریکايي چارواکي ویلي چې له تهران سره د منځګړو له لارې روانې خبرې «مثبتې او رغنده» دي.

ټرمپ د روانې اوونۍ په پیل کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې ویلي وو چې ښايي له ایران سره هوکړه د امریکا له منځ‌مهالو ټاکنو وروسته وشي، خو نوموړي په ورته وخت کې پر ایران د پوځي اقداماتو د بیا پیل احتمال هم مطرح کړی دی.

اړوند خبرونه