د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر سره کتلي دي.
خالد بن سلمان پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې د مکې د ګډې دفاع هوکړې په چوکاټ کې د لوی درستیزانو د غونډې د پایلو ترڅنګ پر مکې مکرمې او د سعودي عربستان پر ملکي او اقتصادي زېربناوو د وروستیو بریدونو په اړه خبرې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې چې دواړو لوريو د مکې د ګډې دفاع هوکړې له مخې د یادو بریدونو پر وړاندې د ګډو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.
دا په داسې مهال ده چې سعودي عربستان، ترکيه او پاکستان د دفاعي او امنیتي همکاریو يو ګډ تړون لري چې تر دې مهاله يې د عمليکېدو کوم څرک نه ښکاري.

