ډېر لوستل شوي

یونان کې د ګاز چاودنې د څلور امریکایانو په ګډون شپږ کسان وژلي

د یونان په پلازمېنه «اتن» کې د ګاز د چاودنې له امله د یوې ودانۍ د نړېدو په پېښه کې شپږ کسان وژل شوي چې څلور یې امریکایي وګړي دي.

د راپورونو له مخې، چاودنه د اتن په تاریخي «پلاکا» سیمه کې شوې او د یوې دوه پوړیزې ودانۍ د نړېدو لامل شوې ده.

د پېښې له سیمې د شپږو کسانو جسدونه ایستل شوي دي.

امریکایي رسنیو ویلي چې د وژل شویو څلورو امریکایانو اسناد او شخصي وسایل د هغوی هویت تاییدوي.

د یونان چارواکي وايي، لومړنۍ نښې ښيي چې ښايي د ګاز لیک د چاودنې لامل وي، خو د پېښې د اصلي علت په اړه څېړنې لا هم روانې دي.

اړوند خبرونه