ډېر لوستل شوي

عراقچي: یوازې ډیپلوماسي د ایران او امریکا شخړه حل کولی شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، یوازې ډیپلوماسي کولای شي له امریکا او اسراییلو سره د ایران روانه شخړه حل کړي.

عراقچي ویلي، د هرمز تنګي د پرانېستلو په اړه د تهران دریځ روښانه دی او هر ډول اقدام به د ایران د شرایطو له پوره کېدو سره تړلی وي.

بل‌خوا د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، تهران له واشنګټن غواړي چې پخوانۍ اټومي هوکړې ته بېرته وګرځي او پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د ایران چارواکو دا وړاندیز د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د قطر د منځګړیتوب له لارې امریکا ته رسولی و، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران طرحه یې رد کړې ده.

اړوند خبرونه