د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمد سهیل افریدی وایي، د اکتوبر په څلورمه به د پاکستان د حکومت پر ضد اوږد لاریون ترسره شي او ګډونوال به یې بېوسلې او سولهییز وي.
افریدي په یوه خبري غونډه کې د پاکستان حکومت پر اقتصادي کمزورۍ او فساد تور لګولی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد اقتصادي وده ۲.۳ سلنې ته راټیټه شوې، پورونه یې له ۹۹ زره میلیاردو روپیو اوښتي او ۴۴.۵ سلنه وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې د لاریون پر وړاندې د هر ډول اقدام پرمهال به د خلکو غبرګون راوپارېږي.
افریدي ټینګار کړی چې لاریون به سولهییز وي او که د ګډونوالو له لوري کوم زیانرسوونکی توکی وموندل شي، پولیسو ته به وسپارل شي.

