د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د پاکستان له بندخونو ۳۶۲ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې له دې ډلې ۵۷ کسان د سپینبولدک او ۳۰۵ د تورخم فرضي کرښې له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لیکلي چې راستانه شوي له ثبت او د همکارو بنسټونو د مرستو له ترلاسهکولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
له تېرو څو کلونو راهیسې د پاکستان له بندخونو زرګونه افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

