د سعودي عربستان په مدینه منوره کې د برېښنا د وېش پر یوه مرکز د بېپیلوټه الوتکې له برید وروسته، د سعودي په مشرۍ ائتلاف ویلي چې د دغه برید په طرحه او ترسره کولو کې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو لاس درلود، خو حوثیانو دغه ادعا رد کړې ده.
د ائتلاف د ویاند ترکي المالکي په وینا، برید د سپټمبر په ۲۹مه سهار شاوخوا ۵:۱۱ بجې د «طیبه» برېښنا د وېش پر مرکز شوی چې نبوي جومات ته هم برېښنا برابروي.
د نوموړي په خبره، د برید له امله د برېښنا د مرکز یو ترانسفارمر له کاره لوېدلی، خو د برېښنا پر عمومي شبکه یې اغېز نه دی کړی. المالکي ویلي، د برید له څېړنې او د کارول شوې بېپیلوټه الوتکې د پاتې شونو له ارزونې وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې حوثیان په دغه برید کې ښکېل وو. حوثیانو بیا په برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

