د امریکا د خزانې وزارت د حماس د مالي ملاتړ په تور پر یو شمېر کسانو او بنسټونو بندیزونه لګولي دي.
د دغه وزارت په وینا، بندیزونه د حماس د پوځي څانګې پر یوه غړي، په فرانسه کې پر مېشتو دوو کسانو او دوو اړوندو بنسټونو لګېدلي دي.
د امریکا د خزانې وزارت ویلي، یادو کسانو او بنسټونو د یوې مالي شبکې له لارې، د څو کلونو په ترڅ کې د خیریه بنسټونو او ډیجیټلي اسعارو په کارولو حماس ته له دوه میلیونه ډالرو ډېرې پیسې لېږدولې دي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي، واشنګټن به د حماس د مالي سرچینو په برابرولو کې د ښکېلو کسانو او شبکو پېژندلو او په نښه کولو ته دوام ورکړي.

