د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د دغه هېواد حکومت د نویو اقتصادي تدابیرو په نیولو سره د امریکا د اقتصادي جګړې د موخو د پوره کېدو مخه نیولې ده.
پزشکیان پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د امریکا د اقتصادي جګړې هدف د ایران د حیاتي اقتصادي لارو پرې کول او پر خلکو د فشار زیاتول وو.
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران «په بشپړه توګه ځپل شوی» او له اټومي وسلو د ترلاسه کولو له پروګرامه یې لاس اخیستی دی.
ټرمپ زیاته کړې چې د ایران په اړه باید پرېکړه وکړي او لا څرګنده نه ده چې دا موضوع به د «اسانه که ستونزمنې لارې» حل شي.
د دواړو لورو دا څرګندونې داسې مهال دي چې د ایران د اټومي پروګرام، اقتصادي بندیزونو او د احتمالي پوځي بریدونو د بیا پیل پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا لا هم دوام لري.

