ډېر لوستل شوي

غزني کې د قتل په تړاو څلور او د غلا په تور دوه کسان نیول شوي

د غزني امنیې قوماندانۍ ویلي، په ګیلان ولسوالۍ کې د قتل او په مقر ولسوالۍ کې د غلا په تړاو شپږ کسان نیول شوي دي.
د غزني امنیه قوماندانۍ د رسنیز دفتر د مالوماتو له مخې، د ګیلان ولسوالۍ ماشینانو کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د لارې پر سر لفظي شخړه رامنځته شوې وه، چې وروسته فزیکي نښتې ته اوښتې. په دې پېښه کې یو تن سخت ټپي شوی و، چې د درملنې لپاره لومړی د مقر ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوی او وروسته د غزني ملکي روغتون ته د انتقال پر مهال یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. امنیتي ځواکونو د پېښې په تړاو څلور کسان نیولي او په اړه یې پلټنې روانې دي.
د یادې قوماندانۍ په یوه بله خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د مقر ولسوالۍ امنیتي ځواکونو دوه کسان د غلا په تور له یو شمېر غلا شویو توکو سره نیولي دي. د مالوماتو له مخې، یوه کس به د مقر په بازار کې غلاوې کولې او بل کس به یې غلا شوي توکي پلورل. د مقر ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو د پلټنو په پایله کې دواړه کسان له غلا شویو توکو سره نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې له نیول شویو کسانو څخه یو یې د مقر ولسوالۍ په بازار کې د څوکیدار په توګه هم دنده ترسره کوله او دا مهال دواړه د نورو څېړنو لپاره تر پلټنو لاندې دي.

اړوند خبرونه