ډېر لوستل شوي

د سالنګونو لويې لارې له چارو د ټولګټو وزير څارنه؛ “د ژمي تر رارسېدو مخکې دې بشپړ شي”

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې له روانو چارو لیدنه کړې او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه کړې چې د پروژې پلان شوې چارې دې د ژمي تر رارسېدو مخکې بشپړې کړي.

د ياد وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس وايي، ملا محمد عیسی ثاني د دې وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې رييس او د پروان د ټولګټو رييس په ملتیا د شمالي او جنوبي سالنګونو د بیارغونې چارې له نږدې ارزولې دي.

د نوموړي په وینا، د دې لویې لارې په اوږدو کې د نهو پلونو د اساسي بیارغونې چارې هم روانې دي چې اووه پلونه یې د جنوبي سالنګ او دوه نور یې د شمالي سالنګ په اړوندو سیمو کې موقعیت لري. په دغو پلونو کې د دوشي پل هم شامل دی.

وزارت زیاتوي چې د سالنګونو لویې لارې په بېلابېلو برخو کې د کانکریټ او قیر اچونې، پلونو، پلګوټو، استنادي دېوالونو او نورو اړوندو تاسیساتو د بیارغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

ملا محمد عیسی ثاني د پروژو پلي کوونکو ټیمونو او قراردادي شرکتونو مسوولینو ته د چارو د چټکتیا او کیفیت د ښه‌والي په اړه لازمې لارښوونې کړې دي.

بل‌خوا، د قراردادي شرکتونو مسوولینو ډاډ ورکړی چې د بیارغونې چارې به د ټاکل شوي پلان له مخې، په غوره کیفیت او پر ټاکلي وخت بشپړې کړي.

اړوند خبرونه