د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې عمومي رييس، مولوي غلام حیدر شهامت، مالیزیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د «لبتیک» نړیوال شرکت له دفتر او د دغه هېواد له لومړي دولتي تخنیکي انسټېټيوپ څخه لیدنه کړې ده.
یاده اداره وايي، دا لیدنه د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په برخه کې د اړیکو د پیاوړتیا او د همکاریو د پراختیا په موخه ترسره شوې ده.
په دې لیدنه کې مولوي غلام حیدر شهامت د کوربه بنسټونو له مسوولینو سره د افغانستان د وضعیت او په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د فعالیتونو او پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي، افغانستان په تېرو څو لسیزو کې له ګڼو ستونزو سره مخ و، خو د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د نشهيي توکو د روږدو کسانو د درملنې، د اعتیاد پر وړاندې د مبارزې او په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې پرمختګونه شوي دي. «لبتیک» یو نړیوال بنسټ دی چې د نړۍ په څه باندې ۷۰ هېوادونو کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو مرکزونو لپاره د ښوونیزو وسایلو د طرحې او تولید او د عملي زدهکړو د سیستمونو په برخه کې فعالیت کوي.

