د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې په کندهار کې د «شوراندام» سمنټو تولیدي فابریکې لومړی فاز به نږدې راتلونکې کې د اقتصادي معاونیت له لوري ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا فابریکه په ۱۰۰ جریبه ځمکه د شاوخوا ۱۵۰ میلیون ډالرو په لګښت جوړېږي، او د لومړي فاز ورځنۍ تولیدي وړتیا به یې ۱۵۰۰ مټریک ټُن وي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د دې فابریکې د دریو فازونو مجموعي ورځنۍ تولیدي وړتیا ۵۰۰۰ مټریک ټُن اټکل کړې ده.
د سرچینې په وینا چې په دې فابریکه کې به ۱۰۰۰ هېوادوالو ته مستقیم او زرګونه نورو هېوادوالو ته غیرمستقیم کاري فرصتونه برابر شي.

