د بلخ ولایت پر کابل – مزارشریف لویه لار د دوو سویفټ موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه او څلور نور سخت ټپیان شوي دي.
د بلخ امنیه قوماندانۍ وايي، په یوه بله ټرافیکي پېښه کې چې تېره ورځ د مزارشریف ښار د دشت شور په سیمه کې د یوه ډمپر او سویفټ موټر ترمنځ شوې، یو کس ژوند له لاسه ورکړی دی. یادې قوماندانۍ د دواړو پېښو اصلي لامل بېاحتیاطي او چټک تګ ښودلی او ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

