د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو کې د امنیتي کړکېچ، متقابلو تورونو، هوایي بریدونو، د افغان خاورې نقضولو او نابریالیو مذاکراتو یو ځل بیا پېچلي پړاو ته رسولي. اسلاماباد هڅه کوي د خپلو امنیتي ستونزو مسؤولیت د افغانستان پر خاوره ورواچوي او ادعا کوي چې د پاکستان پر ضد وسلهوال بریدونه له افغانستانه تنظیمېږي؛ خو افغان حکومت، دغه ادعاوې د پاکستان د پوځي او امنیتي سیاستونو د توجیه کولو وسیله بولي. په داسې حال کې چې پاکستان په لسګونو ځله د افغانستان هوايي حریم او خاوره نقض کړې، د دغو بریدونو په پایله کې سلګونه افغان بېګناه وګړي شهیدان او ټپي شوي چې د ملګرو ملتونو په ګډون ځینو ازادو حقوقي او بشري بنسټونو هم دا تلفات منلي او په تړاو یې تل اندېښنه ښودلې ده.
د روان کړکېچ اساسي مسئله یوازې د پاکستان امنیتي اندېښنې نه دي، بلکې د افغانستان ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، د ملکي وګړو خوندیتوب او د ګاونډیو هېوادونو په چارو کې د نهلاسوهنې اصل هم د مذاکراتو مهم اړخونه دي. له همدې امله، د افغانستان او پاکستان اړیکې باید یوازې د اسلاماباد د امنیتي روایت له زاویې ونه څېړل شي، بلکې د پاکستان د اقداماتو، د افغانستان د امنیتي اندېښنو او د دواړو هېوادونو د متقابلو مسؤولیتونو په رڼا کې تحلیل شي.
پاکستان په دوامداره ډول ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان، بلوڅ ازاديغوښتونکي او ځینې نورې وسلهوالې ډلې د افغانستان له خاورې پاکستان ته را اوړي او دلته بیا ورانکاري فعالیتونه کوي. اسلام اباد له کابله غوښتي چې دا ډلې دې کنټرول او په خپل هېوا کې له منځه یوسي. خو افغان حکومت یې په ځواب کې تل ویلي چې په خپل هېواد کې هېڅ وسله والې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او نه د پردیو هېوادونو د امنیت تضمین ورکولی شي. پاکستان د خپلو پوچو ادعاوو په پار په لسګونو ځلې فرضي کرښې ته څېرمه سیمې او د کابل زړه بمبار کړل؛ خو په هېڅ ځای کې یې هم کوم بهرنی وسله وال په نښه نهکړل؛ بلکې په هر برید کې یې د بېګناه وګړو وینې تویې کړي دي.
د حقوقي چارو د کارپوهانو له انده د یوه هېواد امنیتي اندېښنې، که هر څومره جدي وي، باید د بل هېواد د حاکمیت د نقض او د ملکي وګړو د ژوند د اخیستو لپاره بېقیدوشرطه توجیه ونه ګڼل شي. د امنیتي ادعاوو د ارزونې لپاره مشخص شواهد، د پېښو خپلواکه څېړنه او د مسؤولیتونو دقیق تثبیت اړین دي.
د افغانستان په خاوره د پاکستان هوايي بریدونه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې خورا حساسه او جدي موضوع ده. د دغو بریدونو په بېلابېلو مواردو کې د ملکي وګړو د شهیدېدو او ټپي کېدو راپورونه خپاره شوي او د کورونو، کلیو او ملکي سیمو د زیانمنېدو ادعاوې مطرح شوې دي.
د افغانستان له انده، که پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې وسلهوال مرکزونه لري او دوی یې په نښه کوي؛ نو اړ دی چې د خپلو بریدونو د اهدافو، د پوځي اړتیا، د ملکي تلفاتو د مخنیوي او د عملیاتو د قانوني توجیه په اړه روښانه او د ارزونې وړ شواهد وړاندې کړي. د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه د راپورونو دوام دا پوښتنه لا جدي کوي چې د پاکستان په ادعا شوو عملیاتو کې د هدف ټاکنې، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د نړیوالو بشري حقوقو اصول څومره رعایت شوي دي. د امنیتي او حقوقي چارو پوهان پوهېږي چې د ملکي وګړو د ژوندانه خوندیتوب د دولتونو ترمنځ په امنیتي او سیاسي کشالو کې سره کرښه ده؛ د هغوی وژل، ټپي کول او د استوګنځایونو ویجاړول د امنیتي ادعاوو او وسلهوالو د شتون په وسیله نه شي توجیه کېدای. له همدې امله، افغانستان په ځلونو غوښتي چې پاکستان دې پر بېګناه کسانو هوایي بریدونه ودروي؛ د ملکي وګړو د شهادت په تړاو دې رڼې څېړنې وشي او د زیانمنو کورنیو زیان دې جبیره شي.
د پاکستان په مقابل کې افغانستان هم پاکستان تورنوي چې د دوی سیاسي او امنیتي مخالفینو ته پناه ورکوي، روزي یې، ملاتړ یې کوي او افغانستان ته د جګړې لپاره د رالېږلو هڅې یې کوي. د پېښور په زړه کې د داعش خوارجو وژنه، د ډیورنډ کرښې په امتداد کې د ترکیې له خوا د داعش غړي نیول، په بدخشان او نورستان کې د افغانستان د اوسني حکومت مخالفو وسلهوالو نیول او مخامخ جګړې هغه ثبوتونه دي چې ښیي، پاکستان ددې پېښو تر شا ولاړ دی.
دا وضعیت ګڼې پوښتنې راولاړوي چې که اسلاماباد د افغانستان له خاورې د وسلهوالو د فعالیتونو په اړه اندېښنه لري، نو ولې د افغانستان امنیتي اندېښنې، د پاکستان په خاوره کې د افغان مخالفو ډلو د حضور او فعالیتونو په اړه ادعاوې، په ورته جديت نه ارزوي؟
یوه موضوع باید په ډاګه شي چې د یوه هېواد د مخالفینو لپاره د بل هېواد د خاورې استعمال، که په وسلهوال یا سازماني شکل وي، د ګاونډیتوب، متقابل احترام او د نه لاسوهنې له اصولو سره په ټکر کې دی. په همدې اساس، د افغانستان دریځ باید دا وي چې د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ضد د هر ډول وسلهوال فعالیت، سازماني ملاتړ او پناهځایونو د موجودیت موضوع د مذاکراتو یوه اساسي برخه وګرځول شي. د امنیتي اختلافاتو حل باید یو اړخیز نه وي؛ د دواړو هېوادونو امنیتي اندېښنې باید په مساوي توګه مطرح او وارزول شي.
د پاکستان د امنیتي سیاستونو تناقض په دې کې څرګندېږي چې له یوې خوا د افغانستان له خاورې د وسلهوالو د فعالیتونو په اړه شکایت کوي، خو له بلې خوا د افغانستان د امنیتي اندېښنو په اړه د متقابل مسؤولیت منلو ته کافي چمتووالی نه ښيي. دا وضعیت د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد د رامنځته کېدو پر وړاندې اساسي خنډ دی.
په دې بحث کې باید د وسلهوالو ډلو د سرچینو، ملاتړ، پناهځایونو او فعالیتونو په اړه د شواهدو پر بنسټ څېړنه ترسره شي او د امنیتي ستونزو د حل لپاره د مسؤولیتونو منصفانه ارزونه اړینه ده.
له دې وړاندې؛ د ترکیې، چین، قطر او متحده عربي اماراتو په ګډون بېلابېلو هېوادونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو او مذاکراتو د بریالي کولو لپاره منځګړیتوب کړی دی. د افغانستان حکومت هم د امریکا او نورو هېوادونو د منځګړیتوب هڅو هرکلی کړی او د سولهییز حل لپاره یې د خبرو د دوام ملاتړ څرګند کړی دی.
د اسلاماباد دا غوښتنه چې د افغانستان له خاورې د وسلهوالو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره باید مشخص اقدامات وشي، یوازې هغه مهال د منلو او ارزونې وړ ده چې د پاکستان له لوري هم د افغانستان د حاکمیت د نقض، هوايي بریدونو او د افغانستان پر ضد د وسلهوالو فعالیتونو د ملاتړ په اړه متقابل مسؤولیت ومنل شي.
د بحث د لنډولو لپاره دومره وایو چې د افغانستان او پاکستان د باثباته اړیکو لپاره د حل لاره د یوه لوري د ادعاوو په منلو کې نه، بلکې د متقابل مسؤولیت، د حاکمیت د درناوي، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د امنیتي اختلافاتو د عادلانه حل په تضمین کې ده. افغانستان د سولې غوښتونکی دی، خو داسې سوله چې د خپل حاکمیت، امنیت او ملي ګټو په قرباني کولو ترلاسه شي، نه مؤثره او نه مثمره ګڼي.

