ډېر لوستل شوي

د امریکا د سنا ټاکنې؛ عبدالسید: ویاړم چې د منتخب سناتور په توګه ستاسو پر وړاندې ولاړ یم

د امریکا دیموکرات ګوند مسلمان نوماند عبدالسید د میشیګان ایالت د سنا مجلس په ټاکنو کې د جمهوري‌پال ګوند نوماند مایک راجرز ته ماتې ورکړې ده.

د نړۍوالو رسنیو د راپور له مخې، د پایلو شمېرې ښيي د امریکا د سنا یاد لومړني مسلمان سناتور، ۵۲٬۴ سلنه رایې او مخالف نوماند یې ۴۵٬۶ سلنه رایې ګټلي دي.

سرچينې  لیکي، عبدالسید په داسې حال کې بریا خپله کړې چې د امریکا د استازو جرګې غړې او د دیموکرات ګوند په مقدماتي ټاکنو کې د هغه پخوانۍ سیالې، هیلي سټیونز، د رایې ورکولو دوه ورځې مخکې د مایک راجرز ملاتړ اعلان کړی و.

اړوند خبرونه