د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د نشهيي توکو د کښت او تولید د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو د راپور موندنې نامتوازنې بللې دي.
ياد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) راپور تر ډېره پر غیرمستقیمو شواهدو، په ځانګړي ډول سپوږمکۍ انځورونو ولاړ دی چې بېلابېل تفسیرونه لرلای شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې په افغانستان کې د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه باید د ګډې همکارۍ او د اسلامي امارت د هڅو د ملاتړ له لارې ترسره شي.
ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د کوکنارو کښت ۳۳۰ سلنه او د تریاکو تولید ۴۰۰ سلنه زیات شوی دی.

