د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور وايي، افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د لومړي ځل لپاره د چین له لارې له دغه هېواد سره ونښلول شو.
ښاغلي انور «د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو د اغېزو په اړه علمي ـ څېړنیز کنفرانس» کې ویلي، اسلامي امارت په روان کال کې شاوخوا ۶۰۰ پراختیايي پروژې منظورې کړې دي.
د چارو ادارې لوي رييس په وینا، د پراختیايي پروژو ترڅنګ د لویو لارو جوړولو او د وسپنې پټلۍ غځولو په څېر د سترو ملي پروژو چارې هم پیل شوې دي.

