د ټولګټو وزارت وایي چې د هلمند ولایت په موسیکلا ولسوالۍ کې د ۲۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د څلور کیلومتره سړک رغنیزې چارې پيل شوې دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې دا سړک د موسیکلا ولسوالۍ په بازار کې جوړېږي چې پلنوالی یې په بېلابېلو برخو کې توپیر لري او د رغنیزو چارو د بشپړېدو موده یې ۱۵ کاري میاشتې ټاکل شوې ده.
سرچینې لیکلي چې د یاد سړک په رغولو سره به د موسیکلا ولسوالۍ په بازار کې ترافیکي ګڼهګوڼه کمه او د سیمې اوسېدونکو ته به د تګ راتګ او ترانسپورټ په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.

