د افغانستان لپاره د تاجیکستان سفیر سعدي شریفي وايي چې هېواد يې له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه د ګډ بازار جوړولو ته لېوالتیا لري.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په خبرپاڼه کې راغلي، سعدي شریفي د دې خونې له عمومي رييس سید کریم هاشمي سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې غواړي د افغانستان او تاجیکستان په ګډه پوله کې داسې بازار جوړ کړي چې د دواړو هېوادونو سوداګرو، پانګوالو او اوسېدونکو ته د سوداګرۍ او اقتصادي راکړې ورکړې زمینه برابره کړي.
په دې لیدنه کې دواړو لوريو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د پانګونې د فرصتونو پر رامنځته کولو او د سوداګرو ترمنځ د تګ راتګ او همکاریو پر اسانتیاوو هم خبرې کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رييس ویلي، هڅه کوي چې لږ تر لږه د لسو افغان سوداګرو یو پلاوی تاجیکستان ته سفر وکړي، څو د دغه هېواد له سوداګریزو او پانګیزو فرصتونو سره له نږدې بلد او له تاجیکستاني سوداګرو سره مستقیمې اړیکې جوړې کړي.

