ډېر لوستل شوي

ابونصر فراهي بندر کې د کم‌کیفیته غالیو واردېدو مخه نیول شوې  

د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی چې په ابونصر فراهي بندر کې د وارداتي توکو د کیفیت کنټرول او څارنې په دوام ۹ زره ۸۱۹ کیلوګرام کم‌کیفیته غالۍ مسترد شوې دي. 

د دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا غالۍ د ټاکل شویو کیفي معیارونو څخه برخمنې نه وې او بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوې دي.  

د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې د هېواد په بندرونو کې د کم‌کیفیته توکو واردېدو ته اجازه نه ورکول کېږي.  

یادې ادارې تر دې مخکې هم په بندرونو کې د بېلابېلو کم‌کیفیته توکو د واردېدو مخه نیولې وه او له سوداګرو یې غوښتي چې هېواد ته باکیفیته توکي وارد کړي.

اړوند خبرونه