د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د یمن د سره سمندرګي پر ساحل د حدیده بندر د حوثيانو د پوځي ځواک د له منځه وړلو په موخه د برید خبر ورکړی دی.
رویټرز خبري اژانس پرون د جمعې په شپه، د عقرب ۲۹مه، راپور ورکړی، چې حوثیانو هم د عربي ایتلاف د بریدونو په غبرګون کې هوايي شرکتونو ته د سعودي عربستان هوايي حریم ته د ننوتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د راپور له مخې، حدیده بندر د یمن په شمال کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو ته د خوراکي توکو او نورو اړینو موادو د واردولو له مهمو لارو څخه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف ادعا کړې، د دغه بندر عملیاتي ځواک یې له منځه وړی. د ایتلاف په وینا، یاد بندر د وسلو او بالستیک توغندیو د قاچاق او لېږد لپاره کارول کېده.

