ډېر لوستل شوي

بلوڅ ازادي غوښتونکي: د تېرو څلورو ورځو پرمهال مو بلوچستان کې ۱۱ عمليات کړي

د بلوڅ ازادي غوښتونکو خبر ورکړی چې ځواکونو یې په څلورو ورځو کې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې ۱۱ عملیات ترسره کړي او په ترڅ کې یې د پاکستان پوځي مرکزونه، د کانونو د استخراج تاسیسات او سوداګریزې لارې په نښه کړې دي.

د یادې ډلې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات یې د بلوچستان په چاغي، دالبندین، سرلات، خضدار، سوراب، پنجګور او نوشکي سیمو کې ترسره کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دالبندین په خرګوشکان سیمه کې یې د کانونو د استخراج یو مرکز نیولی، ماشینونه او تجهیزات یې سوځولي او د څلورو پخوانیو پاکستاني پوځیانو او رېنجر ځواکونو په ګډون یې اووه کسان نیولي دي.

د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ په وینا، په نورو عملیاتو کې یې پوځي مرکزونه، پوځي کاروانونه، سوداګریزې لارې او یو مهم پل هم په نښه کړی او پاکستاني ځواکونو ته یې د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د بلوڅ ازادي غوښتونکو ګواښ کړی چې د پاکستان پر پوځي اهدافو، د کانونو پر شرکتونو او د بلوچستان د طبیعي سرچینو د استخراج پر پروژو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه