د امریکا د امریکن اېرلاینز دوه مسافر وړونکې الوتکې د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) په واشنګټن کې د رونالډ رېګن ملي هوايي ډګر پر ځغاستلیکه د حرکت پر مهال له یو بل سره ټکر شوې دي.
د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې ویلي چې د ۶۳۸ شمېرې الوتکې د حرکت پر مهال د ۲۱۵۲ شمېرې الوتکې له وزر سره ټکر کړی چې له امله یې د دواړو الوتکو د وزرونو څوکې زیانمنې شوې دي، خو په پېښه کې چاته مرګژوبله نه ده اوښتې.
د امریکن اېرلاینز شرکت په وینا، دواړه الوتکې تر ټکر وروسته بېرته د درېدو ځای ته ستنې شوې، مسافر ترې ښکته شوي او الوتکې د تخنیکي ارزونې لپاره له الوتنو ایستل شوې دي.
د راپورونو له مخې، یادې الوتکې د شیکاګو او ډالاس ـ فورټ وورت پر لور روانې وې. فدرالي هوايي چلند ادارې ویلي چې د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي او تر اوسه د ټکر لامل نه دی په ډاګه شوی.
د ویلو ده چې د رونالډ رېګن په همدې هوايي ډګر کې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې او د امریکا د پوځ د بلکهاک چورلکې ترمنځ ټکر شوی و، چې په پایله کې یې د الوتکې ۶۴ سپرلي او د پوځ درې غړي، ټول ۶۷ کسان، وژل شوي وو.

