د حماس غورځنګ د یوه مشر خلیل الحیه ۲۹ کلن زوی عزالدین الحیه د اسراییلو له هوايي برید څخه ژوندی پاتې شوی دی.
الجزیرې خبري شبکې د حماس د یوه چارواکي باسم نعیم په حواله راپور ورکړی چې په دغه برید کې عزالدین الحیه او د هغه د کورنۍ غړو ته زیان نه دی اوښتی.
عزالدین الحیه د خلیل الحیه یوازینی ژوندی پاتې شوی زوی دی، څلور نور زامن یې تر دې وړاندې د اسراییلو په بریدونو کې شهيدان شوي دي.
حماس غورځنګ دغه برید غندلی او هغه یې د عزالدین الحیه د ترور او د خلیل الحیه د کورنۍ په نښه کولو هڅه ښودلې ده.

