د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې کابینې او د حکومت پر مهمو څوکیو د ځینو اشخاصو د ټاکنې په لړ کې د اېکس اوسنی مشر ایلن ماسک او ویویک راماسوامي د حکومت د ګټورتیا په نوم د یوې ادارې مشران ټاکلي دي.
ډونالډ ټرمپ ویلي دواړه ټاکل شوي کسان به د حکومتي ادارې په نوې کولو، اسانتیاوو رامنځته کولو، بې ځایه لګښتونو مخنیوي او نورو برخو کې ګټور ثابت شي.
ایلن ماسک ویلي چې دا یو اوږدمهالی کار دی او له سپینې ماڼۍ سره به له نږدې کار کوي. د یادونې وړ ده، چې ایلن ماسک د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ کلک ملګری او کمپاینر و.