احصايي او معلوماتو ملي ادارې په دايکنډي کې له ۱۳ زرو څخه ډېرو هېوادوالو ته د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش خبر ورکړی دی.
ياده اداره وايي، چې په دايکنډي ولايت کې د روان لمريز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۱۳ زره او ۴۴۵ کسانو ته برېښنايي او ۶ زره ۲۶۸ نورو ته کاغذي پېژند پاڼې وېشل شوې دي.
د مسوولينو په خبره، چې د دې ولايت د مرکز سربېره په ټولو ولسواليو کې ۵ زره او ۴۹۸ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې سمون، ۴ زره او ۹۷۸ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو تأييد او ۱۴ کسانو ته د دوی په غوښتنه، پېژندپاڼې لغوه شوې دي.
دغه راز، ۲ زره او ۹۵۷ نورو هېوادوالو ته د ژوند پېښو (۲زره او ۶۲۳ زېږون کارتونو او ۳۳۴ د مړينې پارچو) د وېش خدمتونه وړاندې شوي دي. د ويلو ده، چې د احصايي او معلوماتو ملي ادارې وياند محمد حليم رافع تر دې وړاند ويلي و، چې د پېژندپاڼو د وېش په برخه کې اسانتياوې رامنځته شوې او په وينايې، چې دغه لړۍ د ولايتونو د مرکز په ګډون ولسواليو ته هم غځول شوې ده.