د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایی، د دغه وزارت د اوسپينزې کرښې مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د یوه پلاوي په مشري د ايران د اوسپنې پټلۍ ادارې په رسمي بلنه یاد هېواد ته سفر کړی. د ښاغلي حقشناس په وینا؛ ټاکل شوې دغه پلاوی د ايران د اوسپنې پټلۍ ادارې او نورو اړونده ادارو سره د خواف-هرات د اوسپنيزې کرښې له لارې د انتقالاتو پر زياتوالي او دوه اړخيزو ريلي همکاريو په تړاو خبرې وکړي.