ډېر لوستل شوي

د پنځو ميلياردو افغانيو په ارزښت د ۲۷ پروژو هوکړه‌ليکونه منظور شول

د رياست‌الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشري د ملي تدارکاتو کمېسيون په نوبتي غونډه کې د شاوخوا پنځو ميلياردو افغانيو په ارزښت د ۲۷ پروژو هوکړه‌ليکونه منظور شوي دي.

د رياست‌الوزراء اقتصادي معاوينت وايي، چې ياده ناسته نن د ارګ په مرمرينه ماڼي کې ترسره شوې ده.

دغه معاونيت زياتوي، چې په دې غونډه کې ۴۷ پروژې د منظورۍ په موخه وړاندې شوې، چې له جملې يې د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور، ۸ تعديل، څلور لغوه او دغه راز د ۸ نورو پروژو د قراردادونو د قېمتونو په اړه ټاکل شويو کمېټو ته دنده سپارل شوې ده.

د ياد معاونيت په خبرپاڼه کې راغلي، په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د غزني ولایت د سلطان بند بیارغونه، په کابل ښار کې د تهیه مسکن د دويم نمبر بلاکونه، د لوګر او کندهار ولایتونو د استیناف محکمو تعمیرونه، دغه راز د کابل ښار یوشمېر داخلي سړکونه، په بېلابېلو ولایتونو کې د اړتیا وړ برېښنايي وسایل او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي.

د يادونې وړ ده، چې يادې پروژې د اسلامي امارت له لوري تمويلېږي

اړوند خبرونه