د ننګرهار د بدني روزنې او سپورټ ریاست په همکارۍ دې ولایت کې د ۱۴ کلبونو ترمنځ د سنوکر دوستانه سیالۍ پیل شوي.
ددې سیالیو د پیل په مراسمو کې ورزشي مسوولینو، استادانو او لسګونو ورزشکارانو برخه اخیستې وه. د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش ریاست د ورزشي چارو یوه مسوول ورزشکارانو ته د لوبیز اخلاقو د مراعات، د لمانځه او نورو اسلامي اصولو پر پابندۍ او خپلې روغتیا ته د پاملرنې په تړاو سپارښتنې کړي دي. دې سیالیو کې ۸۰ ورزشکارانو برخه اخیستې، چې ۴ ورځې به په بر کې ونیسي.