پاکستاني رسنۍ وايي، د جمعيت علما اسلام پاکستان ځايي مشر عزالحق د خيبر پښتونخوا په جنوبي وزيرستان کې د یوې چاودنې پرمهال وژل شوی دی.
د يادو رسنيو د راپورونو له مخې، دغه پېښه د جنوبي وزيرستان د “اعظم خان ورسک” په سيمه کې يوه جومات ته څېرمه رامنځته شوې.
د ځايي پوليسو په خبره، چې ياده پېښه له ليرې څخه د کنټرولیدونکي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.