د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي ايران ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان لپاره د ايران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره ليدلي دي.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخي، په دې ليدنه کې د خواف ــ هرات د دريمي قطعې له لارې د انتقالاتو پر ډېروالي، په سيمهييزه کچه د افغانستان له لارې د نويو مسيرونو پر رامنځته کيدو او د دوه اړخېزو همکاريو پر اغیزمنتیا خبرې او ټينګار شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال او مل پلاوی په رسمي سفر ايران ته تللی، چې ترڅو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د پراختيا لپاره د سيمهييزو هېوادونو همکاري راخپله کړي.