د امريکا ولسمشر جوبايډن اوکراين ته د پرسونل ضد ماينونو د ورکړې اجازه ورکړې ده.
رويټرز خبري اژانس د يو امريکايي چارواکي له قوله د پرسونل ضد ماينونو د ورکړې خبر ورکړی دی.
دغه چارواکي زياته کړې چې امريکا تمه لري، تر څو اوکراين دغه ماينونه د خپلې خاورې په داسې ځايونو کې وکاروي چې هلته ملکي وګړي ژوند نه کوي.
د سرچينې په وینا، چې اوکراين به په ياده برخه کې ډاډ ورکوي. دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې د امريکا ولسمشر اوکراين ته د امريکايي لرې واټن ويشتونکو توغنديو د کارونې اجازه هم ورکړې وه.