د اوکراين په مرکز کيېف کې د امريکا سفارت د هوايي بريد له ويرې تړل شوی دی.
رويټرز د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له قوله د ياد سفارت د تړل کېدو خبر ورکړی دی.
په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امريکا دغه سفارت په اوکراين کې د روسيې د هوايي بريد له ويرې په لنډ مهاله توګه تړلی دی. دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې د امريکا ولسمشر اوکراين ته د امريکايي لرې واټن ويشتونکو توغنديو د کارونې اجازه هم ورکړې وه.