ځايي رسنيو د سوريې په مرکزي سيمه “پالميرا ښارګوټي” باندې د صهيونيست رژيم د بمبارۍ خبر ورکړی دی.
په دې پېښه کې ۳۶ کسان وژل شوي او نږدې ۵۰ نور ټپيان شوي دي.
د سنا خبري اژانس په راپور کې د يوې پوځي سرچينې له قوله راغلي، چې د اردن پولې له لوري د صهيونيست رژيم د جنګي الوتکو په وسيله ياد ځای بمبار شوی دی.
بلخوا بيا يو شمېر نورو سرچينو د وژل شويو شمېر ۴۱ ياد کړی دی. دا په داسې مهال ده، چې تېره ورځ (چهارشنبه، لړم۳۰مه) ډان ورځپاڼې د قطر د بهرنيو چارو وزارت د وياند له قوله ليکلي و؛ چې د حماس غورځنګ او اسراییلو ترمنځ یې د منځګړیتوب بهیر ځکه ځنډولی، چې دواړه لوري اوربند ته غاړه کیږدي.