افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا پر خپل اېکس لیکلي چې پرتګال هېواد د افغانستان له بشري مرستو صندوق سره ۵۰ زره ایرو مرسته کړې ده.
اوچا ویلي، چې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره مرسته اصلا په افغانستان کې له زیانمنوشویو سره مرسته ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره دوشنبه کوېټ په افغانستان کې له زیانمنوشویو خلکو سره د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۵۰۰ زره ډالره مرسته کړې وه.