د اردن په پلازمېنه “عمان” کې د صهيونيست رژيم سفارت ته نږدې د ډزو راپورونه ورکړل شوي دي.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په دې ډزو کې يو وسلهوال کس وژل شوی او درې پوليس ټپيان شوي دي.
د اردن دولتي اژانس ( پيترا) د يوې امنيتې سرچينې په حواله راپور ورکړي، چې دغه وسلهوال کس د پوليسو د ګزمې پر موټر ډزې کړي؛ چې په پايله کې يې درې پولیس ټپيان او بریدګر هم د پولیسو په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی.
د ويلو ده، چې په ياده سيمه کې د صهيونيست رژيم پر وړاندې وخت نا وخت لارينونه هم کېږي.