د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د اسرائیلو او حزبالله ترمنځ په سیمهییز وخت نن سهار ۴ بجي اوربند پيل شوی او دواړو لوریو پر یو بل بریدونه درولي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د حزبالله او اسرائیلو ترمنځ د اوربند مبارکي ورکړې او ویلي یې دي، چې دواړو لوريو د اوربند هوکړه منلې. په دغه اوربند، کې د لبنان له سویل څخه تر راتلونکو ۶۰ ورځو پورې د اسرائیلي ځواکونو تدریجي وتل او د لبنان د دولتي ځواکونو ځای پر ځای کول شامل دي.