رسنیو ویلي، د روسیې سیمه ییزې محکمې یو تن روسی په ۱۴ کاله زندان محکوم کړ.
ویل کیږي چې پر نوموړي تور و چې قرانکریم یې سوځولی دی.
د روسیې په سویل کې د ولګوګراډ سیمه ییزې محکمې د پرېکړې له مخې ، ۲۰ کلن نیکیتا ژورویل د روسیې حکومت د قانون څخه په سرغړونې په ۱۴ کاله زندان محکوم شوی دی.
ژورویل وروسته له هغې زندان ته ولېږدول شو، چې په تېر ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په لومړیو کې یې د ولګوګراډ اړوند یوه جومات کې قرانکریم سوځولی و.