ډېر لوستل شوي

خليل الرحمن حقاني د افغانستان لپاره د کډوالو نړيوال سازمان له نوې مشرې سره کتلي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خليل الرحمن حقاني د افغانستان لپاره د کډوالو نړيوال سازمان له نوې مشرې “مي هيونګ پارک” سره کتلي دي.

ياد وزارت ويلي، چې په دې ناسته کې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته په رسيدنه، د بشري مرستو په څرنګوالي، د ژمنيو مرستو په چټکتيا او د دواړو لورو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي خبرې شوې دي.

دغه راز په دې ناسته کې، ښاغلي حقاني نوموړې ته د نوې دندې د مبارکي ترڅنګ په چارو کې د برياليتوب هيله څرګنده کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په هېواد کې د کډوالو لپاره د سرپنا، تعليم او روغتیا ترڅنګ په اقتصادي ملاتړ ټينګار کړی دی.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د کډوالو نړيوال سازمان نوې مشرې په دې برخه کې د ياد وزارت همکاري اړينه بللې او د لا ډېرې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی. د ويلو ده، چې “مي هيونګ پارک” د افغانستان لپاره د کډوالو نړيوال سازمان نوې مشره ټاکل شوې، چې په افغانستان کې به د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سره په همغږۍ خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.

اړوند خبرونه