ډېر لوستل شوي

روسيه د بشارالاسد پر ملاتړ پراخ عملیات کوي

روسيې خبرداری ورکړی، چې په سوريه کې د هيئت تحرير شام د مجاهدینو له لوري پر نیول شویو سيمو پوځي عمليات ترسره کوي.

ټاس خبرې اژانس په سوريه کې د روسیې د ماموريت د مشر “تورن اوليګ ايګناسيوک” له خولې ليکلي، چې د هيئت تحرير شام مجاهدینو پر وړاندې به خپلو پوځي عملياتو ته دوام ورکړي.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې په سوريه کې د بشارالاسد مخالفانو چې مشري هيئت تحرير شام کوي د سوريې په شمال لوېديځ کې د “حلب ښار” په ګډون ډېرې سيمې نيولې دي.

د ويلو ده، چې روسیه د سوریې حکومت له سرسختو متحدینو ګنل کېږي او له ۲۰۱۵م کال راهیسې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي.

اړوند خبرونه