ډېر لوستل شوي

سوريه کې د تاوتريخوالي په پای ته رسېدو ټينګار شوی

امريکا، فرانسې، جرمني او بريتانيا په يوه ګډه خبرپاڼه کې په سوريه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر سياسي حل ټينګار کړی دی.

يادو هېوادونو همدارنګه په دغه خبرپاڼه کې، د تاوتريخوالي د کمولو او له ټولو خواوو څخه د ولسي وګړو او بنسټيزو تأسساتو د ساتنې غوښتنه هم کړې ده. دا هېوادونه په داسې حال کې په سوريه کې پر سولې ټينګار کوي، چې “هيئت التحرير الشام” مجاهدينو د تېرې چهارشنبې په ورځ د سوريې په شمال لوېديځ کې ناڅاپي بريدونه پيل کړل او د “حلب ښار” په ګډون يې د دې سيمې ځينې برخې ونیولې.

اړوند خبرونه