ډېر لوستل شوي

پوتين د ۱۴۵ ميليارد ډالرو په ارزښت دفاعي بوديجه تصويب کړه

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د راتلونکو کلونو په پاره د ۱۴۵ ميليارده ډالرو په ارزښت دفاعي بوديجه تصويب کړې ده.

د روسیې د دولتي اژانس د خبرپاڼې له مخې، د راتلونکې ۲۰۲۵ ميلادي کال لپاره له ټولې بوديجې يې ۳۵ اعشاريه ۵ سلنه دفاعي او پوځي سکټور ته ځانکړې شوې ده.

د راپورونو له مخې، د سړې جګړې له وخته دغه تصويب شوې بوديجه بې‌سارې ښودل شوې.

د ويلو ده، چې د دې بوديجې طرحه په تېرو لسو ورځو کې د روسيې د پارلمان د دواړو جرګو له لوري تصويب شوې وه.

اړوند خبرونه